افغان چارواکي: د زعفرانو سږني حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي

9
د کتلو شمېره

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په ۱۳۹۹ کال کې پر نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي چې سږني حاصلات یې نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د کب ۵مه)رسنیو ته وویل چې هرات، بلخ، فاریاب، کندوز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران په کې تولید شوي.
نوموړي وویل، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې یوازې د هرات ولایت په اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.
تیرکال ٢٠ ټنه زعفران لاسته راغلي وو.
د کرنې وزارت په وینا په افغانستان کې د زعفرانو د کر کیلي دودېدو په ډيرېو ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښت ځای نیولی او د خلکو اقتصاد هم ورسره ښه شوی دی
د افغانستان زعفران امریکا د سیمې او اروپايي هېوادونو ته هم صادر شوي دي.
تیره میاشت د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وویل چې د افغانستان زعفرانو په ښه کیفیت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی دی.
د کرنې وزارت ډاډ ورکوي چې په ۱۴۰۰ لمریز هجري کال کې به هم د زعفرانو د حاصلاتو کچه لوړه وساتل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي