اینسایټ په مریخ کې زورورې زلزلې ثبت کړې

114
د کتلو شمېره

 د ناسا اینسایټ ستور بیړۍ یا لنډر په مریخ کې دوې زورورې زلزلې ثبت کړي چې د مځکې زلزلو ته ورته والی لري.
اینسایټ لنډر په ۲۰۱۸ م کال مریخ ته واستول شو او د روان کال په مارچ میاشت کې یې پر دې سرې سیارې د دوو زلزلو څرک ولګاوه.
پر مریخ د زلزلو په اړه د اینسایټ معلومات د ناسا له څېړونکو سره د دې سیارې د جیوسفیر په اړه له پوهېدو سره مرسته کوي.
دا معلومات ښيي چې د مریخ (Cerberus Fossae) سیمه د لړزې له نظره فعاله ده.
د مارچ په ۷ او ۸ مه د ثبت شویو زلزلو شدت د ریښتر په حساب ۳.۲ او ۳.۱ و.
اینسایټ تر دې مخکې پر مریخ د خپل ۳ کلن ماموریت په لړ کې شاوخوا ۵۰۰ کمزورې زلزلې ثبت کړي دي.
د پاریس د (فزیک دي ګلوب انستیتیوت) څېړونکی تیاچي کاوامورا وايي، د مریخ زلزلې دوه ډوله دي، یو ډول یې د مځکې زلزلې ته ورته دي او بل یې د سپوږمۍ هغې ته.
اینسایټ د ناسا لومړنی لنډر دی چې راز راز وسایل پکې نصب دي او د دې سیارې له ژورو څخه معلومات راټولولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي