ژوند او نزاکتونه، بې جوړې کتاب

132
د کتلو شمېره

حامد واحدي
 
ژوند او نزاکتونه د ځوان او زیارکښ لیکوال حبیب وقار نوی اثر دی چې کابو یوه اونۍ وړاندې بازار ته را ووت. د عنوان په څېر یې منځپانګه هم په زړه پورې ده. باید هر ځوان او هره پېغله یې ولولي؛ ځکه ځوانان باید ځانونه اصلاح کړي او پیغلې د پوهاوي او علمي لیدلوري پر مټ، د راتلونکي نسل سالمه روزنه وکړي. زما ژوند خورا بوخت دی، د کار څرنګوالی مې ډېر لږ د دې فرصت راکوي چې د کتابونو رنګینې پاڼې را واړوم او څو شېبې له ستړي ژونده پکې دمه شم. طبیعي ده، کله چې لږ وخت ولرې؛ نو د مطالعې لپاره به تر ټولو غوره لیکنه انتخابوې. ما هم له ټولې بوختیا سره سره تر اوسه چې کوم کتابونه لوستلي، غوره کتابونه و؛ خو اعتراف کوم چې د (ژوند او نزاکتونه) په څېر داسې بې جوړې کتاب مې تر اوسه نه و لوستی چې د ژوند ډېرې اړینې خو د خلکو له پامه لوېدلې برخې دې یې په دومره ساده ژبه بیان کړې وي.
 
د دې کتاب هره موضوع هفت رنګی غمی دی، د دې غمي هر مخ بېله رڼا شیندي او د دې کتاب هره پاڼه د یو چا په ژوند پورې اړه لري. که خفه یې، که خوشاله؛ که وزګار یې، که بوخت؛ که بریالی یې که ناهیلی؛ دا کتاب دې چې ولوست نو د ځان د اصلاح کوښښ به کوې، د ورځني ژوند نالیدلو اړخونو ته به دې ورپام کېږي او د ټولنیز ژوند د نزاکتونو له زده کړې به څکه کوې. د کتاب بله زړه راښکونکې ځانګړنه دا ده چې که خندوي دې، ژړوي دې هم؛ که تېروتنې در په ګوته کوي، د اصلاح ساده او سیده لارې یې هم درښيي.
 
(ژوند او نزاکتونه) له سترو معنوي ارزښتونو ډک کتاب دی، منځپانګه یې موږ ته د ژوند الفبا راښيي، په دې کتاب کې موږ له کوربه، مېلمه، ځوان او سپين ږیري، روږدي انسان او ماشومانو ژوند زده کوو. په دې کتاب کې د پوهاوي د زرینې لارې داسې څرکونه بیان شوي چې زما په څېر به ډېر انسانان خپلو تېروتنو ته متوجه کړي. دغه وړوکي کتاب د خپل ژوند له ډېرو سترو مانیزو مسایلو سره آشنا کړم، په یوه ساه مې ولوست او اوس دې ډېرو مسایلو په هکله له پخوا متفاوت لیدلوری لرم. دګران وقار صاحب قلم دې همداسې خوځند اوسه ‎او یو ځل بیا د دغه ګټور اثر د چاپ مبارکي درته وایم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي