جو بايډن وپیژنئ

65
د کتلو شمېره

جو بايډن امریکايي سیاستوال دی چې د ۱۹۴۲کال د نومبر په ۲۰مه د امریکا د پنسلوانیا ایالت په سکرانتون کې زیږېدلی دی. مور یې کاترین بایدن او پلار یې جوزف بایدن نومېده. بایډن د خپلې کورنۍ مشر اولاد دی. کورنۍ یې کاتولیک مذهبې ده او تر ده وروسته یې مور او پلار د دریو نورو اولادونو خاوندان هم شول. دی یوه خور او دوه وروڼه لري. مور یې په اصل کې د ایرلنډ ده. خپل نیکونه یې هم برېتانوي، فرانسوي او ایرلنډي ټبري دي. ویلیام بایډن د جو بايډن نیکه په اصل کې د انګلستان د ساکس و. امریکا ته کډوال شو او هلته یې ژوند کړی دی. مورنی نیکه یې اډوارډ فرانسیس ایرلنډی کډوال و، چې له ۱۹۰۷تر ۱۹۱۰کال پورې د امریکا په سنا کې د پنسلوانیا استازی و.
د بایډن نیکه یو شتمن سړی و، خو یو وخت له مالي ماتې سره مخ کېږي او پرله پسې زیانونه یې اقتصادي وضعیت خرابوي. نو له همدې امله د ده پلرنۍ کورنۍ اړ کېږي چې د ده له مورني نیکه سره ژوند وکړي او څو پرله‌پسې کلونه د دوی په کور کې مېشت شي. کله چې سکرانتون په ۵۰مه لسیزه کې له مالي بحران سره مخ شو، د جو پلار هم د یوه مناسب کار له پیدا کولو محروم شو. په ۱۹۵۳کال کې هغه مهال چې بایډن لا لس کلن و، کورنۍ یې د دلاوېر په کلیمونټ کې یو کوچنی کور واخیست. دوی هم دې سیمې ته ولېږدېدل او څو کاله وروسته په میلمینګټون کې په یوه بل کور کې هستوګن شول. وروسته وروسته یې پلار پرمختګ وکړ او د چلېدلو موټرونو د پلور په یوه بریالي سوداګر بدل شو. له دې لارې یې پلار د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې.
بایډن په ښوونځي کې یو څه ټمبل زده کوونکی و. ان ښوونځي یې پرېکړه وکړه چې درېیم ټولګی به بیا ځلې لولي. د لیسې په دوره کې بیا یې بیا له فوټبال سره مینه وه او د امریکا د فوټبال له مشهورو ټیمونو سره یې لوبې کولې. ده چې لا تنکی ځوان و، د جان اف کینیډي او مارټین لوتر کینګ له شخصیت او افکاو متاثر و. وروسته یې د دلاویر پوهنتون ته لاره پیدا کړه او له دې پوهنتون یې د تاریخ او سیاسي علومو په برخه کې خپل سند واخیست. له دې وروسته سرایکیوز پوهنتون ته لاړ  او هلته یې هم د حقوقو زده کړې بشپړې کړې او د فراغت سند یې واخیست. دلته هم دومره تکړه نه و او د خپل ټولګي د ۸۵ زده کوونکو په منځ کې یې ۷۶م ځای درلود.
په ۱۹۶۶کال کې چې بایډن لا د پوهنتون زده کوونکی و، له نیلیا هانټر سره یې واده وکړ. د نیلیا کورنۍ په لومړي سر کې له دې سره موافقه نه وه چې هغه دې له یوه کاتولیک مذهبي کس سره واده وکړي، خو په پای کې یې دې کار ته تیاری وښود. د دوی دواړو د واده مراسم په یوه کاتولیکه کلیسا کې د نیویارک ایالت په سکانیتلس ښار کې تر سره شول. د دوی دواړو د واده پایله درې اولادونه دي. ان هغه مهال بايډن خپلې مېرمنې ته ویلي وو چې غواړي تر دېرش کلنۍ پورې په یوه پیاوړي سناتور بدل شي. دا یې هم ویلي وو چې که تر دېرش کلنۍ سناتور شو، نو بیا به له هغې وروسته د ولسمشر کېدو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
په ۱۹۶۸ کال کې جو بایډن په ویلمینګټون حقوقي موسس کې د شپږو میاشتو لپاره د حقوقو زده کړې وکړې او له دې وروسته یې د یوه منشي په توګه دنده پیل کړه. په همدې موده کې یې د وکیل دنده هم تر سره کوله. ویلیم پرسکت چې د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ غړی و، د دې موسسې مشري یې کوله. بایډن بیا وروسته وویل چې دلته یې ځان یو جمهوري غوښتونکی باله. بایډن ان هغه مهال د جمهوري غوښتونکي ګوند له هغو غړو هېڅ راز ملاتړ نه کاوه، چې دوی به د نژادپالنې افکار درلودل او په مقابل کې یې د هغو کسانو تر څنګ درېده چې پراخ او لېبرال افکار او نظریه یې لرله. جمهوري غوښتونکو د هغه استعداد پېژندلی و، نو ځکه یې غوښتل چې دی په رسمي توګه دې ګوند ته جذب کړي. خو ده وروسته وویل چې د دې ګوند مشر ریچارډ نیکسن یې نه خوښېده، نو ځکه یې له دغه ګوند سره د یو ځای کېدو غوښتنه رده کړه.
بایډن په ۱۹۷۲کال کې له دلاوېر ایالت د امریکا سنا ته نوماند شو. کیلب یې په دې ټاکنو کې ټاکنیز سیال و، خو ماتې یې وخوړه. په دې توګه بایډن تر ټولو د ځوان سناتور په توګه د امریکا سنا ته د ننه شو. لومړۍ مېرمن یې نیلیا په همدې کال په ۱۹۷۲کال کې له خپلې یوې وړې لور سره په ترافیکي پېښه کې مړه شوه، خو زامنو یې سطحي ټپونه لرل او له دې پېښې روغ ووتل. بایډن بیا په ۱۹۷۷کال کې پرېکړه وکړه چې له جیل تریسي سره واده وکړي. له دې مېرمنې هم د اشلي په نامه یوه لور لري. جو بايډن همدا چې د امریکا سنا ته لاړ، نو له چاپېریال ساتنې یې خپله دنده وګرځوله او له حکومت یې په دې اړه د ځواب غوښتنه کوله. ده د امریکایانو د حقوقو او اړوندو نورو مسایلو په اړه اغېزناکې څرګندونې کولې. په ۱۹۷۴ کال کې د ټایم مجلې دی د نړۍ په راتلونکي کې د ۲۰۰ اغېزناکو څېرو په کتار کې ودراوه. ده به له رسنیو سره هم پر بېلو مسایلو خبرې کولې، تر ډېره یې خبرې د امریکايي وګړو د حقونو پر خونديتوب او نورو مسایلو راڅرخېدې. بایډن د امریکا په سنا کې ورو ورو په مطرح سیاسي څېره بدلېدو او پر مهمو مسایلو به یې د نظر ورکړې ته خلک په تمه وو. همدا راز یې په مهمو پرېکړو کې رایه د اهمیت وړ وه. بایډن د اوږدې مودې لپاره د امریکا په سنا کې و. ان تر  ۲۰۰۸ کال پورې په پرله‌پسې توګه دی د امریکا سنا ته بریالی کېدو او هېچا رایې ترې ونه شوی ګټلی.
هغه مهال چې بایډن د امریکا په سنا کې و، خبرو او ویناوو به یې ناندرۍ پارولې. د ده په اړه یوه خبره دا ده چې هېڅ وخت د خپلې وینا مخکې لیکلي متن ته وفادار نه دی؛ بلکې څه یې چې زړه وغواړي وایي یې. دی په خبرو کې تکړه دی، ژبور دی، خو متن ته وفادار نه دی. دی همدا راز په بحثونو کې په ډېر مهارت سره ګټونکی کېږي. د تېزې ژبې او په زړه پورې ځوابونو د ورکولو له امله به هغه ډېر وخت د سیاستوالو لپاره په ځانګړو شوو تفریحي خپرونو کې راڅرګندېده. بایډن شته او پیسې نه لرل. دی پخپله وایي چې د امریکا د سنا دویم بېوزله غړی دی. کلنۍ عاید یې له سنا دومره کېده چې خپل ژوند ورباندې وچلوي او په راتلونکو ټاکنو کې کمپایني سیالۍ وکړي. ان کله چې دی د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما مرستیال هم و، دومره شتمني یې نه لرله. د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د بایډن د کورنۍ ټوله شتمني د ۱۵،۶ میلیونه ډالرو په شاوخوا کې وه. دی په دې افتخار نه کوي چې ګواکې د سنا تر ټولو بېوزله غړی و، بلکې وايي د بېوزلۍ لامل یې دا و، چې تر کار او ژوند جوړولو مخکې یې سیاست غوره کړ او مخکې تر دې چې پیسې پیدا کړي، د امریکا سنا ته یې لاره ومونده او ان تر هغه یې دې دندې ته ادامه ورکړه چې د بارک اوباما مرستیال شو.
بایډن له ۱۹۸۸کال راپدېخوا په دې لټه کې و چې د خپل ګوند له لارې د امریکا ولسمشرۍ ته ځان ورسوي، خو په ګوند کې د ننه په ټاکنو کې د ماتې له امله د یو څه مودې لپاره له دې سیالیو په شا شو. په ۲۰۰۷ کال کې یې بیا هم پرېکړ وکړه چې په ګوند کې د ننه سیالۍ وګټي او له دې وروسته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل ګوند نوماند شي. هغه ناندریزې څرګندونې پيل کړې، د امریکا د سیاستونو پر اصلاح یې خبرې کولې، پر ډېرو مسایلو یې ناندریز بحثونه کول. په لومړي سر کې له هرکلي سره مخ و، خو پر وړاندې یې په ګوند کې بارک اوباما ولاړ و. کله کله به داسې وشول چې پخپله يې هم دې اوباما ستاینه کوله، له همدې امله د ده له کمپایني بهیر سره مالي مرستې کمې شوې. اوباما او بایډن په سنا کې په خپلو کې سره پېژندل. د بایډن کمپاین هغه مهال په سمه توګه نه و روان، خو د کمپاین په موده کې یې له اوباما سره لا ډېر وپېژندل.
بایډن په دې توګه په رسمي توګه د اوباما مرستیالۍ ته نوماند شو. هغه په ټاکنیزو کمپاینونو کې د اوباما په ګته ډېرې منډې ترړې وکړې، خو دومره د رسنیو پام نه ور اوښت. د مقابل ګوند ورسره مک کین ولاړ و. مک کین د بايډن شخصي ملګری و، خو په ټاکنو کې یې پر ضد سختې څرګندونې کولې.
بايډن د اوباما د ولسمشرۍ پر څوکۍ دومره مسوولیتونه او دندې نه لرلې. هغه به ډېر وخت له اوباما سره خپل نظریات شریکول، خو کله کله یې د اوباما پام نه اړاوه. افغانستان ته یې د شاوخوا ۲۱ زره سرتېرو له لېږلو سره مخالفت وکړ، خو اوباما د ده پر ځای د کلېنټن خبره ومنله. هغه به هر دوې میاشتې یو ځل عراق ته سفر کاوه او هلته یې خپل نظامي ماموریتونه کتل. افغانستان ته یې هم څو ځله هغه مهال سفر وکړ او له بېلو چارواکو سره یې لیده کاته لرل. سره له دې چې اوباما او بایډن په خپلو کې ډېر شخصیتي توپير درلود، خو بیا هم دوی په دې بریالي شول چې په خپلو کې ښه ملګرتیا جوړه کړي. په دویم ځل ټاکنو کې بیا ګټونکي شي او بایډن بیا هم د اوباما مرستیال پاتې شي. دوی تر هغه حکومت ته ادامه ورکړه چې واک یې ټرمپ ته وسپاره.
بایډن په ۲۰۱۹ کال کې پرېکړه وکړه چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي. په دې موده کې بریالی شو چې د ګوند له ننه ټاکنې وګټي او کامیلا هاریس ورسره مرستیاله شي. په دې بهیر کې یې ګوند او پخواني ولسمشر بارک اوباما سخت ملاتړ کاوه. د ۲۰۱۹کال د نومبر د ټاکنو پایلو وښوده چې دی تر ټرمپ مخکښ دی او تر خپل سیال یې ډېرې الکټرال رایې ګټلې دي. بایډن په دې توګه د امریکا ولسمشرۍ ته ورسېد.
هغه داسې مهال د امریکا ولسمشرۍ ته رسېږي چې د امریکایي رسنیو په باور ټرمپ په امریکا کې هر څه خراب کړي دي. هغه ادارې له منځه وړې دي، بې نظمۍ یې جوړې کړې دي، لسګونه قانوني پرېکړې یې ناسمې کړې دي، د امریکا لپاره یې په ملي او نړیواله کچه ستونزې جوړې کړې دي، نو اوس بایډن اړ دی چې دا هر څه سم کړي. یوې امریکایي رسنۍ په وروستیو ورځو کې لیکلي، کلونه وخت به وغواړي چې بایډن بېرته د امریکا په حکومت کې سم سمکی راولي. بایډن همدا چې واک ته ورسېد، لومړنی شعار یې په امریکا کې د یووالي ټینګول وو. هغه پر امریکایانو غږ وکړ چې تر هر څه وړاندې دې امریکایان وي او د امریکا لپاره دې ژمن شي. نوموړې وویل چې هر څه یې د امریکایانو دي او د امریکایانو لپاره تر هر څه تېر دی. هغه ژمنه کړې چې په نړیواله کچه به د امریکا د رهبرۍ رول بېرته را ژوندی کوي او دغه هېواد به بیا د دې وړ کوي چې په نړیواله کچه مسایل رهبري کړي.
 
لیکنه :  شفیق امیرزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي