آیا مایکرو سافټ غواړي چې مړي ژوندي کړي؟

15
د کتلو شمېره

ممکنه ده چې په راتلوونکو کلونو کې تاسې پخپل کمپیوټر له هغه کسانو سره خبرې اترې وکړئ، چې ډېر کلونه پخوا مړه شوي وي. د مایکرو سافټ شرکت تېره میاشت (د ۲۰۲۰ کال په دسمبر) د یو داسې الګوریتم د اختراع کولو غوښتنه کړې ده، چې د یو chatbot په مرسته د یو ژوندی یا مړ شوی کس په اندازه د خبرو کولو لیکنیزه تبادله وکړی شي.
یاده دې وي چې chatbot یو داسې اتومات سافټویر دی، چې په اتومات ډول سره لیکنیزې خبرې اترې (chatting) کوي. د مثال په توګه د یوه شرکت chatbot چې په اتومات ډول خپل پیرودونکو ته ځوابونه ورکوي.
په څرګنده توګه معلومېږي چې مایکرو سافټ به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته همدې chatbot ته پرمختګ وکړي او لا به یې حقیقي یا انسان ډوله کړي. ویل کېږي چې دغه نوی الګوریتم به د یو شخص د ټولنیزو رسنیو پوسټونه، څرګندنې، لیکنې، ویډیوګانې او نور مواد استعمالوي، ترڅو د یو شخص په باره کې پوه شي او بیابه په اتومات ډول سره د هماغه کس په څېر له نورو سره په لیکنیز ډول خبرې کوي.
دغه راز تر دې هم ممکنه ده چې دغه نوی chatbot به د یو داسې کس شکل غوره غوره کړي، چې مړ شوی وي، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې څه ناڅه پرېښي وي. سربېره پر دې دغه chatbot به د هغه شخصیتونو ځایونه هم ونیسي، چې ډېر مینوال لري او له هغوی سره به څلرویشت ساعت خبرې اترې کوي او دا احساس به هم نه کوي، چې هغوی ګوندې د یو سافټویر سره خبرې کوي.
د مایکرو سافټ د مصنوعي ځیرکتیا د څانګې مشر ټم اوبراین پخپل ټویټ کې لیکي، چې له دې الګوریتم څخه په کوم میسنجر یا chatbot کې د استعمال پلان نه لري، خو د الګوریتم شتون پخپله دا څرګندوي چې دا به په یو وخت نه یو وخت، په پټ یا څرګند ډول، په اتومات ډول د chatbot برخه وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي