د یوه هېواد په پرمختګ کې د ټکنالوژۍ ارزښت

557
د کتلو شمېره

لیکنه: حیات الله محبت ـ ازمون راډیو
ټکنالوژي لۀ دوو یوناني کلمو techneد هنر او مهارت په مانا او Logicد پوهې پۀ مانا دی، جوړه شوې ده.
نن ورځ د انسانانو په ورځني ژوند کې له ټکنالوژۍ پرته پرمختګ او ترقي کول ناشوني ښکاري او د انساني ژوند هر اړخ یې تر اغېز لاندې راوستی دی.
له دې امله، ټکنالوژي ده چې د انساني ژوند سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اړخونه یې تر اغېر لاندې لرلي دي.
ټکنالوژۍ په خپل راتګ سره نوې کارونه او دندې هم رامنځته کړې چې له امله یې تاسو کولئ شئ پرته دفتر ته له تلو، له خپل کوره سوداګریز کارونه پر مخ یوسئ، خلک وګمارئ او لۀ هغوی سره خبرې وکړئ.
ټکنالوژي ده چې د کارګمارنې، تعلیم، سوداګرۍ او بانکدارۍ برخې یې خورا ډېرې اسانې کړې دي.
د ټکنالوژۍ دې بې ساري پرمختګ او په انساني ژوند کې سهولت راوستو ته پۀ پام ویلی شو چې ټکنالوژي د انساني ټولنې په تاریخ کې یوه مهمه او نۀ هېرېدونکې کړنه وه.
د ټکنالوژۍ خدامات په مختلفو او بېلا بېلو برخو لکه کمپیوټر، بریښنایي لیک لیږنې، د پیغامونو په لېږلو او رالېږلو، په یو بنسټ کې د نوم ثبتولو، د کاري بورسونو د نوم ثبتولو او بریښنایي بانکدارۍ کې د استفادې وړ دي. او پۀ کارونو کې یې نوې او ځانګړې اسانتیا رامنځته کړې ده.
مخابراتي ټکنالوژي، د ټکنالوژۍ د ښو اغېزو یوه بله برخه ده چې پۀ ډېر کم وخت کې خلک د نړۍ پۀ ګوټ ګوټ کې د یوې پېښې لۀ پېښېدو خبروي، د نړۍ خلک لۀ یو بل سره هر وخت او پۀ ډېره اسانۍ پۀ اړیکه کې وي چې دې کار نړۍ لکه د یوه کوچني کلي غوندې اعیاره کړې ده او مالوماتو ته لاسرسی ډېر اسانه شوی دی.
مخابراتي ټکنالوژۍ پۀ ځانګړې توګه مجازي او ټولنیزو صفحو خلک سره تړلي او وصل کړي دي.
مجازي صفحې؛ فېسبوک، توېټر او نورې د دولتي
کارونو د څارنې او پر دولت د فشار راوړلو لپاره یوه وسیله ده، او لۀ لارې یې کولی شو حکومتي او ناحکومتي کارونه نقد، افشا او دوی ورته متوجه کړو.
ټکنالوژي ده چې د خلکو د ذهنونو پۀ روښانتیا او مثبت طرف ته د دوی پۀ سوق کولو کې یې تر ټولو ستر لاس لرلی دی.
کله چې حکومتي بنسټونه او ادارې وپوهېږي چې پۀ ټولنیزو شبکو کې خلک ددوی لۀ کارونو خوښ نۀ دي او شکایت لري، سملاسي لاس پۀ کار کېږي او ستونزې حل کوي، تر څو حالت یو ځل بیا عادي او د خلکو رضایت ترلاسه شي.
پۀ تقریبي ډول د انساني ژوند هر اړخ د ټکنالوژۍ لۀ اغېز او تآثیر خالي نۀ دی.
تکنالوژي د یو هېواد پۀ پرمختګ او اقتصاد کې لوی لاس لري چې حتا لۀ ټکنالوژۍ پرته د یو هېواد پۀ اړه فکر کول هم ناشوني دي.
کۀ چېرې پۀ فکر کې راولو چې د اوسنۍ نړۍ شېبې او وختونه د ټکنالوژۍ له خداماتو خالي تېرېږي، پوه به شو چې ژوند څومره ستونزمن او بې مانا دی او موږ پۀ کومه پېړۍ کې یوو؟
پر دې سربېره چې ټکنالوژي د انساني ژوند پر پرمختګ اغېر لري، پۀ حقیقت کې ټکنالوژي یو نوی، هوسا، ځوان او عصري ژوند هم دی.
حیات الله محبت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي