داسې نه چې د افغانانو وېره پر حقیقت بدله شي!

146
د کتلو شمېره

موده کیږي,افغان حکومت او طالب پلاوی د سولې لپاره د بین الافغاني مذکراتو د پيل په خاطر دښه نیت له مخې دیو بل د بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی.
چې له جملې به یې افغان حکومت د طالبانو 5000 سیاسي بندیان او طالبان به د دولت 1000 تنه بندیان خوشي کوي.
تازه په تازه له اکثریت افغانانو سره وېره ده,چې هسې نه د طالب سره د سولې په راتګ افغانان د یو بل تپل شوي جنګ قرباني نه شي.
او بیا دغه 40 کلن ناورین لا پسې د افغانانو وینې وڅښي.
موږ د بعضې افغان خویندو او وروڼو سره په همدې تړاؤ مرکې کړي.
نجیبه فاروقي وایي چې له طالبانو سره د سولې د راتلو څوک تضمین ورکوي چې دغه خونړۍ جګړه به د داعش تر نوم لاندې پيل نشي,دې زیاتوي افغانان او خاصتآ افغان خاوره تل د نورو د ګټو برخلاف استعمال شوي ده,ددې په وينا مخکې له دې چې طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیکيږي,حتمآ دې تضمین د جنګ د خاتمې موجود وي، کنه افغانان به د یوې بلې جګړې خوند وڅکي!
همدا شان زموږ یو بل ورور احمدضیاء په دې نظر دی,چې بغیر له تضمین د طالبانو سره د سولې هوکړه به شته جګړه لا پراخه او اوږده کړي,او افغانان به د یو بل لوی ناورین چې مخنیوی به یې مشکل وي,ښکېل شي!
نو ګرانو هیوادوالو د سولې او آمن د ټینګښت لپاره به یو بل کلکه او سالمه مبارزه وکړو,ترڅو دغه خاوره د نورو د ګټو د خوندیتوب مرکز ونه ګرځي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي