امنیتي غونډه؛ غني ولې د طالب ځپلو پرځای، سرتیرو ته د کرونا ځپلو امر کوي؟

119
د کتلو شمېره

لیکنه: بشر درویش
ارګ وايي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ امنیتي غونده جوړه او ترسره شوه.
د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د هیواد د ولایتونو امنیتي مسوولینو سره د غونډو په لړ کې، د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني په رهبرۍ په دوه جلا غونډو کې د ننګرهار او میدان وردګ، غزني، لوګر او بامیان ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو.
په دغو غونډو کې چې د هیواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، په پیل کې د یادو ولایتونو امنیتي مسوولینو د عمومي امنیتي وضعیت، په اړوندو ولایتونو کې د پلانونو د تطبیق او عملیاتو په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

کرونا ضد مبارزه او خلکو ته رسیدل

جمهوررئیس د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو د قدردانۍ ترڅنګ امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په اړوندو ولایتونو کې کرونا ویروس سره د مبارزې او خلکو ته د رسیدګي په برخو کې جدي توجه وکړي.
جمهوررئیس د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له ټولو بنسټونو سره په همغږۍ د امنیت د تامین او مومندره ولسوالۍ کې د تهدیدونو رفع کولو لپاره اجرات وکړي.

غصب او اثارو قاچاق

همدارنګه جمهوررئیس غني د بامیان، میدان وردګ، غزني او لوګر ولایتونو مسوولینو ته دستور ورکړ چې په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې د ځمکو د غصب او همدارنګه بامیان ولایت کې د لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.
ولسمشر د لویو لارو پر امنیت او خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ وویل، د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي او له خلکو سره له نږدې کار ته په خپلو برنامو کې لومړیتوب ورکړي.

ولې د طالب پرځای ډیر کرونا او غصب؟

ولسمشر غني وروسته له هغې چې طالبانو له امریکایانو سره هوکړه لیک امضا کړ او ترې مخکې یو اوونیز اورکم وشو، له هماغه مهاله افغان ځواکونو ته امر کړی چې دفاعي حالت کې اوسي او تعرض دې نه کوي. دا کار یې د ښه نیت او سولې په موخه کړی.
له دې حالت ښکاري چې پر افغان سرتیرو حملې زیاتې شوي دي. پر ټولنیزو رسنیو پر غني او طالبانو دواړو نیوکې کیږي.
پر ټولنیزو رسنیو اکثریت خلک د طالبانو جګړه بې ځایه بولي او د حکومت ددې ګام مقابل کې چې تعرض به نه کوي، له طالب وسله والو غواړي چې ورته عمل وکړي او بریدونه دې نه کوي، ځکه په تیره میاشت کې هم افغان سرتیرو او خو تر ډیره افغان ملکي خلکو ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې.
خلک وايي که طالبان هم د حکومت په شان دفاعي شي، یعنې حملې ونه کړي، نو یوې سولې ته لاره هوارولی او پټ اوربند کیدلی شي.
بل پلو؛ که څه هم د غني ددې ګام چې تعرض به نه کیږي، هرکلی کیږي، خو عیني حال کې نیوکه پرې دا ده چې دا ددې باعث شوي چې طالبان لا ډیرو بریدونو ته وخت پيدا کړي او په دې سره د افغانانو مرګ ژوبله لوړه شي.
ټینګار دا دی چې اوربند یا که نه وي اورکم دې وشي، که دا هم نه کیږي، نو افغان حکومت دې ځواکونو ته اجازه ورکړي چې د تیر په څیر تهاجمي بریدونه شروع کړي، څو د سختو بریدونو مخنیوی شوی وي.
خو په ټوله کې د خلکو غوښتنه او هیله دا ده چې د دواړو لورو له خوا دفاعي حالت غوره شي، که ښکاره نه وي یو پټ اوربند ته دې لار خلاصه شي او په دې سره به وشي کولی چې د افغان انسان ژوند یې ژغورلی وي، که دا انسان هر لوري کې وي.
نو د همداسې یوه داسې وضعیت په هیله چې جګړه بند او یوې داسې سولې ته ورسیږو چې د کرونا پر ضد جګړې ته شریکه باندې ودریږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي