حکومت او طالبان دې د بین الافغاني خبرو لپاره د باور فضا رامنځته کړي

558
د کتلو شمېره

لیکنه: حیات الله محبت ـ ازمون راډیو
پۀ قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ افغانستان ته د سولې راوستلو تړون تر مشروط لاسلیک وروسته مهمه او د افغان سولې پۀ راوستو کې هیله بښوونکې موضوغ د بین الافغاني خبرو پیل دی.
د لاسلیک لۀ مراسمو وروسته تر ډېره د افغان ولس او نړۍ سترګې د بین الافغاني خبرو پیل ته دي.
خو د بین الافغاني خبرو پلېدل لۀ ځان سره ننګونې، ستونزې او اندیښنې هم لري، حکومت او طالبان دواړه پر خپلو برېتونو ګوتې وهي او ځان ته تر مقابل ډېر د کریډېټ او امتیاز اخیستو هڅه کوي.
کۀ لۀ یوې خوا حکومت د یو مشروع، واکدار او د هېواد د ټولو چارو د تصرف کوونکي پۀ توګه د لوبې یو لوبغاړی دی، نو بل پلو ته طالبان هم ځان د جګړې ګټوونکي ګني، طالب مشران فکر کوي او خپلو جنګیالیو ته دا انګیزه ورکوي چې ګنې د جګړې لۀ لارې یې امریکا ماته کړې او فتحه یې ترلاسه کړې ده.
دغه ځانښودنه او جاه طلبي ده چې، د سولې بهیر مهم پړاو چې بین الافغاني خبرې دي، د سبوتاژ کېدو خواته ور روان کړی دی او د خلکو هیلې یې مړژواندې کړې دي.
خو اوس مو د ټولو ذهین پۀ دې مغشوش دی چې څۀ ډول یې حل راویستلی شو؟
زما پۀ فکر ددې لانجې د ښۀ حل لپاره تر ټولو ښۀ لار د باور فضا رامنځته کول دي، پۀ دې ډول چې داوړه ښکېل لوري باید وښیي چې ګنې پۀ صادقانه توګه غواړي افغان ولس ته د سولې ډالۍ ورکړي.
کۀ طالبان د ۵۰۰۰ بندیانو پۀ یوځل د خوشې کېدو خبره کوي او دا یې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یو شرط ایښی پۀ غلطه دي.
طالبان چې ادعا لري د حکومت ۱۰۰۰ بندیان یې پۀ لاس کې دي، غوره ده چې لۀ حکومت سره یې تبادله کړي او حکومت یې ورته پۀ بدل کې، همدومره او یا لۀ دې لږ زیات بندیان ورخوشي کړي، ترڅو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شي.
وروسته چې کله دغه خبرې پر مخ ځي او کرار کرار تر کامیابېدو ورنږدې کېږي، وخت پۀ وخت دې طالبان او حکومت له یو بله غوښتني ولري چې پۀ چوکات کې یې طالبان پۀ تدریج سره د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم کولی شي.
بل مهم ټکی چې زۀ ورته د یو ملي ارمان پۀ توګه ګورم، د بین الافغاني خبرو مکان او ځای دی چې لا لۀ وړاندې قطر پۀ ګوته شوی دی. ددې لپاره چې د باور فضا لا ډېره رامنځته شي، د خلکو ارمان پوره شي او هم طالبان ځان تۀ د یوې سیاسي او ملې ډلې رنګ ورکړي، ښۀ بۀ وي کۀ بین الافغاني خبرې د کوم بهرني هېواد پر ځای پۀ افغانستان کې پیل شي. خو ددې کار د کامیابېدو لپاره اوربند شرط دی چې پۀ کېدو سره به یې د باور فضا لا ډېره تامین شي.
د یو بل پر وړاندې زهرجنه او د تخریب لهجه کارول بین الافغاني مذاکرات ډېر ګواښي او دغه بهیر چې ستونزمن مزل یې کړی، خدای مۀ کړه یو ځل بیا شاته وانۀ غورځول شي او د سیاسي دسېسو ښکار نۀ شي.
بیا هم ددې خبرو د کامیابېدو لپاره د باور فضا رامنځته کول کلیدي شرط دی.
د باور فضا رامنځته کول او د دواړو لوریو پوره ډاډمن کېدل پرته لۀ اوربند ناشوني دي، نو پکار ده چې اول دواړه خواوې د یو بل لۀ تحقیر او سپکاوي پرهېز وکړي او بیا د اوربند لۀ کولو وروسته د افغان ملت پر زړه (کابل) بین الافغاني خبرې پیل شي چې هېوادوال یې لۀ هر پرمختګ او ننګونې خبر ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي