د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې

170
د کتلو شمېره

 
امریکا پۀ نړۍ کې د یو قوي ځواک پۀ توګه لۀ افغانستان سره سټراټیژک تړون او دوامداره ملګرتیا لري.
د طالبانو لۀ سیاسي زور زیاتي د خلاصون او امریکا ته د یو مخامخ ګواښ پۀ توګه د طالب پدیدې د ځپلو لپاره امریکا مجبوره شوه چې افغانستان ته یې پوځونه راشي او دلته ورسره مخامخ جګړه وکړي.
ورورسته لۀ څو کلنې او اوږدې جګړې د دواړو غاړو تر منځ د سولې ګنګوسې پیل شوې.
د امریکایي چاراوکو پۀ وینا چې په افغانستان کې جنګ نۀ غواړي، او غواړي چې افغانستان یو سوله ییز هېواد واوسېږي، د همدې ژمنې پۀ تعقیب یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره خپل استازی وټاکه او خبرې یې پیل کړې.
زلمی خلیلزاد چې په افغان سوله کې د امریکایي لورې استازی ؤ/دی، د سولې خبرو د کامیابۍ پۀ موخه یې د سیمې بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل.
اوس چې د سولې خبرې پۀ کامیابېدو ښکاري او طالب استازي وایي چې د توافقنامې د لاسلیکولو مراسمو لپاره یې خبرې روانې دي، خلک هم پۀ تلوسه او اندیښنه کې دي.
تېر ماښام د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پۀ یوه ټوېټ کې ولیکل چې مذاکراتي ټیم یې لۀ خلیلزاد او سکاټ میلر سره خبرې کړي دي.
د افغان سولې پۀ خبرو کې د یوه امریکایي نظامي سکاټ میلر ګډون دا ثابتوي چې دا ځل امریکا او د ټرمپ حکومت پۀ دې برخه کې ژمن دی.
دا چې له سکاټ میلر سره به د طالبانو خبرې د امریکایي ځواکونو پر وتو، اوربند او یا نورو مسائلو وي؟ لا روښانه نۀ ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي