د ښه مدیر ځانګړنې

431
د کتلو شمېره

لیکنه: شهیدالله ځواک

هر څوک غواړي چې په خپل ماموریت کې ځان ښه ثابت کړي او ښه مدیریت وکړي.
د ښه مدیریت لپاره څه کول پکار دي؟

دغه څو خوبۍ باید ولري.

۱۔ ځاني وړتیا: که یو مدیر وړتیا ونه لري نو مشري یې بې اغېزې او بې ګټه ده، ځکه چې د چارو او کار کوونکو کنټرول د هنر او استعداد برخه ده.

۲۔ تجربه: یو ښه اداره کوونکی باید ډېره تجربه ولري.
د تجربې پوخوالی د کاري برلاسۍ ثبوتي بڼه ده.
څومره چې تجربه زیاته وي همدومره زړورتیا ډېره وي.
د تجربې لرل د مدیر بله ښه ځانګړنه ده.

۳۔کاري تمایل: ـ د کار په ترتیب کې د یوه مدیر میلاني اړخ ډېر مهم دی.
څومره چې کاري تمایل زیات وي، هم دومره چارې منظمې مخکې ځي.
مدیر روزانه د کار پیل او پای باید وسنجوي او مشخصه پایله یې لاسته راوړي.
چې دا یې د کاري تمایل یو ډول دی.

۴ـ هر اړخېز پلان:ـ پلانونه عموماً په درې ډوله دي: لنډ مهاله پلان، منځ مهاله پلان او اوږد مهاله پلان.
د همدې درې ډوله پلانونه بر رسي او څار د یوه بریالي مدیریت نښه ده.

۵ـ د ستونزې پېژندل: ـ ستونزه هغه خنډ دی، چې د یوه سازمان یا ادارې د پلانونو مخه ډب کوي او کاري سستیا را منځته کوي.
کله چې ستونزه تشخیص نشي حل یې هم نه وي. چې ستونزه ستونزه پاتې شي، نو د پلانونو مخته وړل سخت او ناشوني کېږي، چې د ادارې او ټیم کاري انرژي بابېزه مصرف کېږي.
د ستونزې پېژندل د کامیابېدو یو راز دی، چې یو ښه مدیر باید ورته متوجه وي.

۶ ـ د ښو کار کوونکو استخدام: ـ د یوه بنسټ او نهاد لپاره بشري منابع او بشري قوه اړینه ده، خو دا پروسه باید ارزیابي شي، چې ښه او نا ښه یو له بل بېل کړای شي.
څومره چې ظرفیتي او کاري صلاحیت لرونکې کارکوونکي جذب شي، په هماغه کچه به کار ښه تر سره شوی وي.
اوس دا وړتیا باید مشر ولري، چې د کارکوونکو جلاوالی وکړي.
ښه ګروپ اغېزمن کارونه کوي.

۷ـ نرم چلندونه: ـ د هر کار په دوام منفي او مثبت اړخونه شته دي، خو منفي یې نسبت باید مثبتو ته کم وي.
دا منفي او مثبت ټکي د همدې کارمندانو محصول دی.
مشر باید ډېر احتیاطي چلند وکړي، د مثبت کار پر سر د ګروپ تشویق کول او د منفي په هغې یې متوجه کول، چې په اینده کې یې باید له ترسروي ډډه وشي.
په اوږد مهال کې د داسې نرمو چلندونو نتیجه مثبته راځي، چې باید مدیر ورته پوره پام وکړي.

۸ ـ تشویقي پروګرام: ـ د مکافاتو لرل، میاشتنۍ او کلنۍ هڅوونکې برنامې هغه څه دي، چې د همکارانو په کاري ښه توب تاثیر لري.
څومره چې د ستاینې اړخ قوي وي، په هماغه سطحه به د پلان تطبیقول بهتر وي.
د مکافاتو او تشویقولو لړۍ د کاري ډلې لپاره اضافي مثبته انرژي ورکوي، چې په کاري چاپېریال کې ښه والی او غوره توب را ولي.
د مدریت کول او مدیر پاتې کېدل عادي موضوع نه ده، خو ځیرک او هوډمن کسان کوی شي، چې ځان ښه ثابت کړي او دا امتیاز واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي