د ژوند پینځه اصول

68
د کتلو شمېره

د یوه بزرګ څخه یې وپوښتل ولې دومره آرام او هوسا یې؟
ويې ویل: د کلونو مطالعې او تجربې وروسته مې خپل ژوند پر پنځه اصولو بناء کړی دی:
١- پوه شوم چې زما رزق بل څوک نه خوري،نو آرام او هوسا شوم.
٢- پوه شوم چې الله تعالی هر وخت او ځای ما ویني،نو مې حیاء وکړل.
٣- پوه شوم چې زما کارونه بل څوک نه را اجراء کوي،نو مې کوښښ وکړ.
٤- پوه شوم چې مرګ حتمي دی،نو ځان مې ورته چمتو کړ.
 
٥- پوه شوم چې نیکي او بدي له منځه نه ځي او بیرته یې
پایله ما ته را ګرځي، نو ګناه او بدي می پریښوده.
 
او دغه پنځه اصله هره ورځ په خپل ذهن کې را تازه کوم.
کاپي…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي