په ټولنه کې د ځوان مسؤولیتونه او فرصتونه

123
د کتلو شمېره

اباسین سیلاب
په یوه ټولنه کې عموماً دري طبقې خلک (کوچنیان، ځوانان او مشران) ژوند کوي، چې دلته یې ډېره برخه  له ځوانې طبقې تشکیل شوې. طبیعي خبره ده چې د ټولنې ځوان قشر د انرژۍ له اړخه تر نورو پیاوړی وي، فکر یې تر نورو غښتلی او د کار کولو بېلابېلې وړتیاوې لري. په ټولنه کې هر بدلون ځوان راوړي، آن نظامونه بدلولی او ړنګولی شي. البته دا خبره اړینه ده چې وروستي کلونه زمونږ په هیواد کې د هراړخیز پرمختګ له پلوه مهم کلونه وو، خو د ځوانانو سالمې روزنې او د یو منسجم چتر لاندې، چې بدبختانه په ریښتیا هم د هیواد سترو ګټو او ارزښتونو ته په ټوله مانا ژمن وي، رهبري نشول، چې دا تشه به تر ډېره موجوده وي.
دا چې اوسنۍ ځوانان اکثریت د څو لیسزو جګړو په جریان کې پیدا شول، په جنګونو او جګړو کې رالوي شول او ډیری ځوانان مو د همدې پردي پاله جګړو او جنګونو ښکار شول، په افغانستان کې اکثریت مشران، سیاسون او رهبران د ځوانانو په حق کې دا خبره ډېره کوي چې ځوانان د ټولني مهمه طبقه ده او د هر ټولنیز بدلون او انقلاب باعث کیدلی شي، آما همدې خلکو ځوان سم نه دی روزلی او خپل مسؤولیتونه یې ورته نه دي ښودلي.
سره له دې چې دوی هم د ځوانۍ پړاوونه تیر کړي دي او هغه مسؤولیتونه چې ځوانان یي لري، په خپل ځان نه دي عملي کړي. که همدې قشرونو د ځوانان لپاره کار کړی وای، نن به مو ټولنه د نورو پرمختللو او متمدنو ټولنو په لیکه کې وی، خو په تاسف سره چې دوی اوس هم د ځوانانو له قلم، فکر او ټول ځواک څخه د ځان او شخصي ګټو لپاره کار اخلي، نو په واضح ډول ویل شو چې دوی اوس هم ډېری ځوانان چې خپل نفوذ او تاثیر پرې لري،  غلط یې رهبري کوي او یو ډول یې انحصار کړي دي تر څو د خپلو شخصو ګټو لپاره ترې استفاده وکړي.
خو اوس هم له ښه مرغه داسې ځوانان شته چې هغوي خپل مسؤولیتونه او د ټولني شته حقیقتونه درک کړي دي چې په داسې ځوانان باندي موږ حساب کتاب کوو او دا له نېکه مرغه هغه څه دي چې زمونږ اندیښنې یې کمې کړي دي. تر کومه چې سړی درک کولی شي، اوس وخت کې ځینو روشن فکرو او د کار ځوانانو زمونږ د ټولني شته ستونزي پیدا کړي او مناسبې حلا لاري يې هم ورته پیدا کړي دي او دوی لا هم په دې هڅه کې وي چې اساسي حل لارې ورته پبدا کړي.
د ځوان مسؤولیتونه په لنډ ډول لاندې ذکر کوو:
لومړی: مثبت فکر کول.
دوهم: اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی.
درېیم: د ټولنې ناسمو دودونو په وړاندې درېدل.
څلورم: غښتلې او سپیڅلې مبارزه او ټولنیزه اصلاح رامنځته کول.
پینځم: د خپل هیواد ملي ارزښتونه او ملي منافعو ته ژمنتیا او د ملي احساس ژوندي ساتل.
شپږم: د خپل ځان، ټولنې او هیواد د هر اړخیزې اصلاح لپاره مټې رانغاړل .
اووم: د هیواد د پرمختګ او روښانه کولو لپاره هڅه کول.
اتم: د شته وخت او شته فرصتونو څخه سالمه ګټه اخیستل .
نهم: د حالاتو په اړه معلومات او پوهه حاصلول .
لسم: او خپل ځان په علمي، سیاسي او ټولنیزو اړتیاوو مطابق جوړول.
که چیرته مو د ټولنې ځوانان دغه پورته مسؤولیتونه وپیژني، عملي یې کړي او نورو ته یې هم ور وپیژني، نو یقیني ده چې د دې ټولنې د بدمرغۍ ټغر به ټول شي او یوه پرمختللې ټولنه به ولرو.
پای
۲۰۲۰، می، ۱۰مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي