بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

24
د کتلو شمېره

په بلوچستان کې د ساختماني کارګرو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه کسان وژل شوي او دوه پاکستاني عسکر په کې ټپیان دي.
د راپورونو له مخې دغه پېښه تېر ماښام د بلوچستان په یوې لرې پرته سیمه سیبۍ کې رامنځته شوې ده.
تر اوسه ددې برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو پاکستاني امنیتي چارواکو یې په هکله د څېړنو خبر ورکړی.
بلوچستان له کلونو راهیسې د فرقه یي شخړو او د پوځ او بلوڅ بېلتون پالو په ځانګړي ډول د بلوچستان د ازادۍ لښکر او ازادۍ جبهې وسله والو د بریدونو شاهد دی.
بلوڅ بېلتون پال خپلواکي غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي