ملا هبت‌الله اخندزاده کندهار کې یوه لویه غونډه جوړوي

114
د کتلو شمېره

طالبان وایي چې مشر یې ملا هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې دی او افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت له پای ته رسېدو وروسته به کندهار کې یوه لویه غونډه جوړه کړي.

 

رسنۍ  د ځایي سرچینو په حواله وایي چې دې غونډه کې به د راتلونکي نظام د جوړېدو او څرنګوالي پر لارو چارو خبرې کېږي.
 
د کندهار په واټونو کې هم د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده انځورونه لیدل کېږي چې دغه ښار ته د هغه د هرکلي په هدف بند شوي دي.
 
پرون د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم رسنیو ته وویل چې مشر یې کندهار کې دی او مناسب وخت کې به ولس ته ځان ښکاره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي