ملي دفاع وزارت په کندهار کې ۶۱ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړ

18
د کتلو شمېره

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې د ۶۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.
د دفاع وزات په یوه خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله پرون جمعه د کندهار په ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې اوښتې ده.
سرچینه وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو چې هوايي ځواک یې ملاتړ کاوه، په یادو ولسوالیو کې پرطالبانو بریدونه کړي چې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.
په خبرپانه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او دغه راز ۱۳ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي