د هلمند ولایت د ملي امنیت څارنوال د خپل یوه ساتونکي سره نن شنبه (د کب ۱۶مه) سهار د موټر بم په چاودنه کې ووژل شو او اته کسان نور ټپیان شول.
د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطا والله افغان رسنیو ته وویل چې د ملي امنیت پر څارنوال محمود اغا نن شنبه سهار په مرکز لښګرګاه کې موټر بم برید شوی چې نوموړی د خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی او په پېښه کې د دوو ملکیانو په ګډون اته کسان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.