د ننګرهار والي: مسوولان به د وروستۍ پېښې عاملین نیسي یا به له دندې لرې کېږي

23
د کتلو شمېره

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وایي د دغه ولایت امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د درېیو وژل شوو ښځينه  ژورنالېستانو قاتلین ونیسي.
والي ګوتڅنډنه کړې که دوی د یادې پېښې عاملین ونه نیسي له دندې به یې لرې کړي.
والي امرخېل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي له امنیتي منسوبینو سره یې په جدیت د جلال اباد ښار پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د بې پروایۍ په صورت کې به سخت قانوني چلند ورسره کېږي.
د نوموړي په خبره د جلال اباد ښار د ګڼو امنیتي حوزو ځينې منسوبین یې بدل کړي او دغه راز تر دې وروسته چې په هره سیمه کې کومه پېښه رامنځ ته کېږي د همغه سیمې امنیتي منسوبین به یې په اړه ځواب ویونکي وي.
امرخېل ژمنه کړې چې د ننګرهار ولایت په امنیتي وضعیت کې به ژر تر ژره مثبت بدلون راشي او د ورته هدفي بریدونو د تکرار مخنیوی به کېږي.
والي داسې مهال دا پرېکړه کوي چې تازه تېره ورځ د جلال اباد ښار په زړه کې وسله والو کسانو د یو خصوصي تلوېزیون پر درېيو ښځينه کارکوونکو برید وکړ او درې واړه یې ووژلې.
دې پېښې په کور دننه او د باندې کلک غبرګونونه لرل.
عام خلک هم په دې اړه امنیتي ادارې ملامته او ناکامه بولي او له دوی غوښتنه لري چې ژر د دې پېښې عاملین ونیسي او سخته سزا ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي