نامعلومو وسلهوالو نن چهارشنبه (د کب ۱۳مه) سهار د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې خیرخانه مېنه کې د کابل پوهنتون استاد او دیني عالم مولوي فیض محمد فایز وژلی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، مولوي فایز نن سهار لمانځه لپاره جومات ته پر لار و چې وسلهوالو پرې ډزې کړي.
د کابل امنیه قوماندانۍ د ویاند په خبره، د پېښې د لا روښانتیا لپاره څېړنې پیل شوي دي.
تر اوسه د دې وژنې مسووليت چا نه دی منلی.