لوګر چارواکي: حصارک سیمه کې ۴ پاڅون وال وژل شوي

6
د کتلو شمېره

د لوګر په مرکز پل علم کې ۴ پاڅونوال وژل شوي یو یې ټپي او دوه لا درکه دي.
د لوګر امنیه قوماندان فیض الله غیرت رسنیو ته وویل چې تېره شپه د دې ولایت د مرکز پل علم اړوند په حصارک سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د سیمه ییزو پاڅون کوونکو پر یوه پوسته برید شوی چې په ترڅ کې یې ۴ تنه وژل شوي دي او یو بل یې ټپي شوی دی.
ښاغلی غیرت وایي، په پوسته کې د دوو هغو سرتېرو مالومات لا هم نشته چې ایا وسله والو طالبانو ژوندي نیولي او که د دوی نفوذي کسان وو؟
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، برید دوی کړی چې په پایله کې یې یوه پوسته له منځه وړې، نهه پاڅون کوونکي یې وژلي او د دوی وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په لوګر کې افغان سرتېرو ته له نفوذي کسانو او د وسله والو طالبانو له مخامخ جګړو مرګ ژوبله وړ اوړي، بلکې له دې وړاندې هم ورته څو پېښې شوي چې مرګ ژوبله یې هم له ځان سره درلوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي