څوک چې دغه کارونه ترسره کوي، رزق به یې هیڅکله هم کم نه شي ان شاءالله

11
د کتلو شمېره

رزق د الله تعالی یو داسې نعمت دی، چې الله تعالی یې د ویش اختیار پخپله اخیستی او په منظم ډول یې پخپل وخت ټولو مخلوقات ته رسوي، لکه په سوره هود چې فرمایي، په ځمکه کوم داسې حیوان نشته چې رزق یې الله تعالی پخپله ذمه نه وي اخیستی. له دې ایت څرګندېږي چې الله تعالی پخپل بنده ګانو رحم کوونکی او مهربانی او چاته چې وغواړي رزق ورکوي او که چېرته کوم شخص ته رزق ونه رسي یا لږ ور ورسي، نو هغوی دې دا ایت شریف په نظر کې ونیسي، چې په دې کې د الله تعالی کوم حکمت پټ دی او په رزق کې کمی یا زیاتی د الله تعالی له خوا دی، لکه څنګه چې په سوره بني اسراییل کې ارشاد فرمایي، بې له شکه که چېرته ستاسې رب وغواړي رزق درته پراخوي او که وغواړي کموي یې، پرته له شکه هغه خپل بنده ګان ښه پېژني او ویني یې. دا خبره یاد لرئ چې په رزق کې پراخوالی یا کموالی نه د الله تعالی د رضا دلیل دی او هم د نارضایت، بلکې دا د الله تعالی یو امتحان دی، نو راځئ چې هغه پنځه کارونه وپېژنو چې په رزق کې مو د کمښت مخه نیسي.
په دې کارونو کې لومړنی یې تقوا یا پرهېزګاري ده، یعنې له الله تعالی څخه ویره، په حکمونو یې عمل کول، له منعه شوو شیانو یې ډډه کول، تقوا یو له هغه کارونو څخه ده چې په رزق کې برکت اچوي، لکه څنګه چې په سوره طلاق الله تعالی ارشاد فرمایي، څوک چې له الله تعالی وېرېږي، الله تعالی هغوی ته لارې پرانېزي او له هغه ځایه رزق ورکوي، چې دوی به یې فکر هم نه کوي.
دویم کار په عبادت کې د زړه او بدن حاضرول دي، یعنې کله چې عبادت کوئ، باید په زړه او دماغو کې به مو د الله تعالی تصور وي، حدیث شریف دی له ابوهریره رضي الله روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي، پرته له شکه الله تعالی فرمایي چې د ادم اولاده تاسې زما په عبادت کې بوخت واوسئ، زه به ستاسې زړه غني کړم او د ضرورت دروازې مو بندې کړم، خو که تاسې داسې ونه کړئ، نو ستاسې لاسونه به له ډېرو کارونو ډک کړم او د محتاجې دروازې به مو نه بندوم.
دریم کار توبه او استغفار دی، چې په قران کریم کې یې په ډېرو ځایونو کې ذکر راغلی چې توبه او استغفار په رزق کې برکت اچوي او شته مو ډېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي