که د رزق پراخوالی غواړئ نو د الله تعالی دغه نوم وظیفه وګرځوئ

81
د کتلو شمېره

ډېری کسان اکثره وخت دا خبرې ډېرې کوي، چې په لاسونو کې یې روپۍ نه پاتې کېږي، بلکې په یوه نه یوه لاره ترې مصرفېږي. هغه کسان چې په پیسو یا رزق کې یې برکت نه وي، نو پرېشانه کېږي دې نه، بلکې ددې ستونزې لرونکي خلک دې هره ورځ د سهار او ماښام له لمونځ څخه وروسته یوولس سوه، یوولس ځلې دې (یا غني) چې د الله تعالی نوم دی ذکر وکړي، نو د الله تعالی په فضل او کرم به یې په رزق کې پراخوالی او برکت واچول شي.
دغه تجربه شوې وظیفه د رزق او د رزق د بندېدو لپاره یوه غوره وظیفه ده. هغه کسان چې دوکان یا دفتر پرانېزي یاهم کوم سوداګریز کار ترسره کوي، نو له مخه دې اویا ځلې د (یا غني) ذکر وکړي، نو ان شاءالله چې الله تعالی به یې په کاروبار کې برکت واچوي او په رزق کې یې به یې پراخوالی راشي او د تاوان مخه به بنده شي. دغه راز که چېرته د هرې پنجشنبې او جمعې په شپو کې دغه مبارک نوم (یا غني) نوولس زره ځلې ولوستل شي او دې وظیفې ته دوام ورکړل شي، نو الله تعالی به له غیبو څخه دولت یا شتمني ورکړي، په کاروبار کې به پرمختګ ورکړي او د حلال رزق دروازې به ورته خلاصې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي