د قربانۍ فلسفه، فرضیت او احکام

173
د کتلو شمېره

ابراهیم علیه السلام باندې لسګونه کلونه واوښتل، خو دخپلې ترلې ساره نه يې بچي ونه شول، په ابراهیم ګرانه وه، نو بل واده يې پرې هم نه کاوه، هاجره د سارې وینځه وه، د مصر پاچا وروسته له هغې ورکړه چې کله يې سارې ته لاس وړاندې کړ او لاس يې وچ شو، سارې هاجره خپل خاوند ته وبخښله، کله چې اسماعیل پیدا شو، الله ورته امر وکړ چې حجاز ته يې بوزه، هاجره او اسماعیل يې په سوکړه دشته کې پرېښودل، هاجرې په ابراهیم پسې ډېرې منډې وکړي، ورغږ يې کړ، چاته مې پرېږدي؟
ابراهیم پرته له دې چې مخ راوګرځوي، ورته يې وویل:
–       الله ته.
–       بیا مې نو الله نه ضایع کوي.
د هاجرې سره اوبه ختمې شوې، اسماعیل له تندي پښې ټکولي، اوه ځله يې صفا او او مروه ته منډې کړي، اخر يې اوبه د پښو لاندې راوبهیدي، اسماعیل لوی شو، ابراهیم علیه السلام، راغی، خپل زوی ته يې وویل:
–       زویه خوب مې ولیده چې حلالوم دې
–       پلاره، څنګه چې دې خوښه وي ویې کړه، زه زغم لرم.
هاجره چې خبره شوه، هغې هم وویل، څه چې د الله رضا وي، ډېره وړه کورنۍ ده، خو د ډېر لوی عزم څښتنه ده، پلار يې حلالوي، زوی يې تسلیم دی، مور يې هم د خدای امر ته غاړه ايښې، ډېره سخته ده، یوازې يې په سوکړه دشته کې رالوی کړ، اوس يې حلالوي.
اسماعیل يې روان کړ، شیطان یو ځل ابراهیم، یو ځل اسماعیل او یو ځل هاجرې ته راغی چې زوی دې حلالوي، دوی ټولو ورټه، کله چې يې حلالوه، نو الله پاک ورته امر وکړ چې تا خپل خوب ريښتونی کړ، او د اسماعیل پر ځای ګډ حلال شو، دا ورځ په دې ارزېده چې د ټولو مسلمانانو د خوشالۍ ورځ وګرځي، ابراهیم علیه السلام ريښتونولي، د اسماعیل  قرباني او د مور زغم یې په همدې ارزېدل، الله پاک تر هر چا ښه بدله ورکونکی دی. نو دا ورځ د لوی اختر ورځ شوه.

  • پوښتنه داده چې ولې ابراهیم ته د اسماعیل په حلالکه امر وشو، سره له دې چې د دې کار تش تصور بوږونکی دی؟
ـ ځواب؛ مصریانو یو دیني دود درلوده، کله چې به د چا لومړی زوی وشو، د “مردوخ” خدای پښو کې به يې حلال کړ، او دا دود روان و، نو الله تعالی وغوښتل چې دا دود په تمثیلي شکل له منځه یوسي، څو په ذهن کې ښه ترسیخ شي.

– د اختري (قرباني / ذبح) کولو حکم:

جمهورعلماء سره د اماما شافعي او احمد وايي؛ قرباني کول موکد سنت دي، خو امام صیب وايي چې قرباني واجب ده.

ـ په چا باندې  قرباني کیږي؟

ـ ځواب: قرباني په هر هغه چا کېږي چې د مال د اخیستلو او د خپلې نفقې وس لري، که یې د خپلې نفقې وس ونه لري نو په هغه باندې  واجب نه ده.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی: ( من کان له سعه ولم یضح فلا یقربن مصلانا)) څوک چې د قربانۍ وس لري او ويې نه کړي نو عیدګاه ته دې لمانځه لپاره نه راځي)).
په دې تکلیف کې ښځینه او نارینه برابر دي، که يوۀ مېرمن یوازې ژوند کوي، او یا د خپلو بچو سره اوسېږي د قربانۍ توان لري پرې واجب ده.

ـ د قربانۍ د مال شرطونه.

۱ ـ د قربانۍ مال باید اخیستل شوی وي، په غصب او غلا مال قرباني نه کیږي.
۲ –    د قربانۍ لپاره نیت شرط دی!
۳ –    په اوښ، غوا او مېښه کې غاښونه شرط دي، که غاښونه يې نه وي کړي په هغه مال قرباني نه کیږي.
۴ –    پسه کې عمر شرط دی، باید شپږ میاشتې پرې اوښتي وي.

ـ د قربانۍ مال باید له عیبونو پاک وي!

۱ –     په ناروغه مال قرباني نه کېږي، خو چې ناروغي يې ډېره وي.
۲ –    په کوم مال کې چې د “جرب ” ( پمن، یعني پوستکی یې شړیدلی، تخریب یا پمن شوی) ناروغي وي په هغه مال قرباني نه کیږي، که دا ناروغي کمه وي او يا ډېره.
۳ –    په هغه ګوډ مال هم قرباني نه کېږي چې په تګ کې له نورو مالونو پاتې کېږي، خو که لږه ګوډه وي او د مالونو سره يو ځای تلی شي بیا باک نه کوي.
۴ –    په ړوند او شیړي مال هم قرباني نه کېږي.
۵ –    په بېخي خوار مال هم قرباني نه کیږي.
۶ –    په لیوني مال هم قرباني نه کیږي.
۷ –    چې غوږونه يې غوڅ وي په هغه مال قرباني نه کېږي، خو نه ښکاريدل، بیا ورباندي کېږي. که مور زادي یې غوږونه  نه لرل، بیا هم ورباندې نه کیږي.
۸ -په هغه مال هم قرباني نه کېږي چې کوم ځناور يې له بدنه کوم ځای خوړلی وي.
ـ هغه عیبونه چې قرباني مکروه کوي:
۱ -هغه مال چې ښکر يې مات وي، په هغه قرباني کول مکروه دي.
۲ -هغه مال چې غوږونه يې په داغ سوري شوي وي، په هغه قرباني مکروه ده او هغه مال چې غږونه يې څیرې (شلیدلی)  وي

ـ د قربانۍ وخت

قرباني په لسمه، یولسمه او دولسمه ورځ د غروب نه مخکې رواه ده.
مالکیان وايي که د شپې څوک د قربانۍ مال حلال کړي قرباني يې نه ده سمه، خو د نورو په نزد مکروه ده.

ـ د قربانۍ د غوښې ویش:

د امام صیب په مذهب مستحب دي چې قرباني په درې برخو وویشل شي، یوه برخه د قربانۍ د څښتن، بله برخه د غریبانو/ فقراؤ او بله ډالۍ کول.
امام مالک وايي، څومره چې چاته ورکوي خوښه يې او څومره چې خوري خوښه يې، په درې برخو ویش شرط نه دی، البته د امام صیب په مذهب هم شرط نه دی بلکې مستحب ده.
شافعیان او حنبلیان وايي چې د قربانۍ له غوښې صدقه ورکول واجب دي،هغوی د الله تعالی په دې وینا استدلال کوي: (( فکلو منها واطعمو البائس الفقیر))
الحج سورته ایت ۷.
ژباړه:
تاسې له دې قربانۍ څخه وخورئ او بیوزله غریب ته یې ورکړئ، دوی وايي چې امر د وجوب لپاره دی.

ـ د مړي (څوک چې وفات شوی وي) لپاره قرباني کېږي؟

کله چې هم یو انسان قرباني کوي، په دې کي يې مړه مور او پلار هم شاملیږي، خو که په ځانګړې توګه ترې قرباني وکړي، نو دې کې کوم حرج نشته او ثواب يې ورسېږي، ابو برده له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه، چې ” ما مې د زوی لپاره قرباني کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو او هېڅ يې ورته ونه ویل.
دا “تقریري حدیث” دی، مطلب دا چې د مړو لپاره هم قرباني روا ده.
بله پوښتنه دا چې، ایا د ژوندي شخص لپاره قرباني کېږي؟
ـ هو،  کولای شئ، کله چې د مړ شوې لپاره  قرباني کېږي د ژوندي لپاره هم کېږي، خو په هغه صورت کې چې په تا سو کېږي د ځان لپاره لومړی او دویم د بل چا لپاره وکړئ، نه په هغه صورت کې چې د ځان لپاره ونه کړي او د بل چا (یعني، پلار، مور، خور، ورور او نورو)  لپاره کوي.
د یادونې وړ ده چې دا بیا جلا ده چې زمونږ ځینې مسلمانان خویندي او وروڼه چې په اروپایي هېوادونو کې مېشت دي، هلته قرباني نشي کولای، قرباني ورباندې کېږي او د قربانۍ پیسې خپل خپلوان و دوست ته راولیږي او دوی ورته قرباني وکړي، خو خپله پرې نه کېږي. جایزه او کېږي.
الله تعالی دې زمونږ ټولو د دغه خوښۍ و قرباني کولو توفیق و ثواب نصیب کړي.
لیکنه:مهر تاج

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي