په غور کې د وزن پورته کولو سیالۍ پیل شوې

9
د کتلو شمېره

د پاور لېفټينګ يا وزن پورته کولو دوهم پړاو سیالۍ نن سې شنبه (د کب ۵مه) په غور ولایت کې پیل شوې.
د دغه ولایت د ورزش او بدني روزنې ادارې رئیس امیرمحمد غوري نن رسنیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې له څلورو کلپونو ٤٠ لوبغاړو ګډون کړی.
ښاغلی غوري وایي، دغه سیالۍ په اتو کټه ګوریو کې د دوو ورځو په مخه جوړې شوې وې.
نوموړی وایي، دغه سيالۍ د ياد ورزش د پرمختګ او ځوانانو د هڅونې لپاره خورا اغېزمنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي