د خوست کریکټ ایکاډمۍ د لوبغاړو تر منځ ټورنمېنټ تر سره کیږي

689
د کتلو شمېره

راپور: بهار سمسور- ازمون راډیو
خوست چې د کریکټ په ډګر کې تر نورو ولایاتو زیات لوبغاړي لري او هم پکې د مسلکي هارډ بال لوبه په مرکز او ولسوالیو کې په زیاته کچه تعقیبیږي او ځوانان يې د دې لوبې د مسلکي زده کړې لپآره ملي ایکاډمۍ ته هم په زیاته کچه مراجعه کوي. د ملي لوبغالي تر څنګ پکې دا وخت دوه خصوصي کریکټ لوبغالي هم موجود دي، چې د کال په جریان کې پکې هر موسم کریکټ لوبه کیږي.
د خوست ملي کریکټ ایکاډمۍ روزونکی سیف الله ځدراڼ وايي؛ د ایکاډمۍ د هغو لوبغاړو څخه چې په دوامدار شکل ایکاډمي تعقیبوي او په منظم شکل تمرینات کوي، څلور لوبډلې تشکیل شوې او په دې ټورنمېنټ کې د یو بل خلاف لوبیږي، چې هدف يې د تمرین تر څنګ د با تجربه ( سینیر) او هم جونیر ځوانو لوبغاړو تر منځ د یو ځای لوبیدو او تجربو شریکول دي.
دغه لوبې په پنځوس اوریز چوکاټ کې تر سره کيږي. څلورلوبډلې په اې/بي/سي او ډي نومونو یادیږي چې پکې د ملي لوبډلې په کچه لوبیدلي او لوبیدونکي لوبغاړي نورعلی ځدراڼ، احسان جنت، فضل نیازی او شاهد کمال شتون لري.
له دوی سره یو ځای د ځوانو/ کم عمره لوبغاړو لوبیدل به ورته د کریکټ لوبې نوی باب پرانیزي.
خوست چې لسګونه لوبغاړي يې ملي کریکټ ته ورکړي، خو بیا هم د بورډ هرې رهبرۍ ورته خاص پاملرنه نه ده کړې. کریکټ څارونکي له بورډه په اړوند برخه کې د غفلت په وجه ګیلمن دي، دوی وايي د خوست په څېر یو ولایت چې زرګونه لوبغاړي پکې مسلکي هارډبال لوبه تعقیبوي، دا کوچنۍ ځمکه کې جوړه شوې ملي ایکاډمي چې د معیاري ویشتنځایونو په برخه کې هم ستونزه لري، د منظم اېنفیلډ د نه درلودلو ها خوا د ایکاډومۍ ساحه هم کمه ده او لوبغاړي پکې د تمرین پر وخت له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي. د خوست ملي کریکټ ایکاډومۍ تر څنګ دوه نورې شخصي کریکټ ایکاډومۍ هم شته، چې په ځانګړو وختونو کې لوبغاړي پکې تمرینات کوي.
خو خوست ملي کریکټ ایکاډومي چې لسګونه لوبغاړي په دوه بېلابېلو وختونو پکې تمرینات تر سره کوي، تر منځ يې د روزونکي سیف الله ځدراڼ په هڅو د څلورو لوبډلو په ترکیب لوبې کیږي.
د ټورنمېنټ لومړۍ لوبه الف لوبډلې نورعلی ځدراڼ او ب لوبډلې شاهد کمال تر منځ تر سره شوه، چې شاهد کمال لوبډلې په لومړۍ توپ وهنې سره د اکبر علی او اسد ځدراڼ د نیمه سلیزو پر مټ، چې د رفیع الله ځدراڼ ۴۶ منډې يې هم مهمه برخه وه، الف لوبډلې ته د ۲۸۰ منډې جوړې کړې، چې لېګ سپېنر خلیل ګربز څلور وېکټې واخیستې،خو محمد نوید دوه لوبغاړي وسوځول.
خوست کرکټ اکېډمي الف لوبډلې چې کفتان یې نورعلي ځدراڼ و، یاد هدف پوره نۀ کړ او ټوله لوبډله پۀ ۱۶۵ منډو وسوځېده، چې منیر ځدراڼ ۳۹ او قدیرهاشم ۳۵ منډې جوړې کړې د ب لوبډلې لپاره باختر اتل، محیب او محمد دوه، دوه ویکټې واخيستې، پدې توګه د ټورنمېنټ لومړۍ لوبه خوست کرکټ ایکاډمۍ ب لوبډلې پۀ ۱۱۵ منډو وګټله. باختر اتل چې د اقتصادي بالينګ ترڅنګ یې دوه مهم لوبغاړي سوځولي وو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي