د مېوې خوړلو غوره وختونه

36
د کتلو شمېره

د مېوې خوړل د انسان بدن ته ډېره ګټه لري خو د مېوې د خوړلو لپاره تر ټولو ښه وخت په ځانګړي ډول اومېندوارو مېرمنو، شکر لرونکو ناروغانو، عادي ناروغانو او عادي خلکو لپاره، کوم وخت دی؟ تاسو سره به دا پوښتنه وي چې د مېوې د خوړلو لپاره تر ټولو غوره وخت کوم وخت دی؟
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د مېوو د خوړلو تر ټولو غوره وخت در وپېژنو چې د مېوې خوړل پکې د بدن روغتیا ته ډېره ګټه رسوي. د لیکنې تر پایه زموږ سره پاتې شئ.
که رښتیا ووایو د ورځې هر وخت د مېوې د خوړلو لپاره ښه وخت دی او بدن ته ډېرې ګټې او خپل ګټور مواد رسوي.
ځینې خلک داسې ګومان کوي چې د ماسپښين پر مهال او یا تر خوړو خوراک وروسته د مېوې خوړل زیان لري او وجود ته هېڅ ډول ګټه نه رسوي خو دا خبره ناسمه ده.
مېوې له معدني او مغذي موادو څخه ډکې دي، د وزن په کموالي کې مرسته کوي او د مېوې خوړل په هر وخت او هر حالت کې ګټې لري خو په ځينو ځانګړو وختونو او شرايطو کې ډېره ګټه لري.
لومړی: د وزن کمولو په موخه د مېوې د خوړلو وخت
د دې لپاره چې په ځينو مېوو کې فیبر شته او کولای شي تاسو د څو ګړيو لپاره ماړه وساتي او د لږو کالوريو خوړلو ته مو اړ کړي نو له همدې امله کولای شي له تاسو سره د وزن په کمولو کې مرسته وکړي.
نو غوره به وي چې مخکې له دې چې خواړه وخورئ لومړۍ مېوه وخورئ تر څو د خوړو د خوراک پر مهال ډېر خواړه ونه خورئ او ستاسو وزن ډېر نه شي. تاسو کولای شئ د وزن کمولو لپاره د خوړو د خوړلو پر مهال هم له مېوو څخه ګټه واخلئ.
دویم: د شکر لرونکو ناروغانو د مېوو د خوړلو وخت
د خوړو له خوړلو سره یو ځای د مېوې خوړل کولای شي شکر لرونکو ناروغانو ته ګټور وي ځکه چې د فیبر، غوړيو او پروټين څخه ډکو خواړو له خوړلو سره یو ځای د مېوې خوړل د دې لامل کېږي چې په مېوې کې شته قند په ډېرې ارامۍ سره وړوکو کولمو ته دننه شي او په وينه کې د قند لږه کچه ځای ونیسي.
درېیم: د هغو اومېندوارو مېرمنو د مېوې د خوړلو وخت چې پر شکر اخته دي
د اومېندوارۍ پر مهال د مېوو خوړل کولای شي د اومېندوارې مېرمنې د وينې د قند کچه لوړه کړي.
دغه مهال د مېرمنو په وجود کې د هورمونونو شکلونه بدلېږي او دغه هورمونونه کاربوهايډرېټ نه شي زغملای.
نو ښه به وي چې دا ډول مېرمنې د اومېندوارۍ پر مهال مېوه له خوړو سره یو ځای وخوري.
دا ډول مېرمني باید په کلکه د سهار پر وخت د مېوو له خوړلو څخه ډډه وکړي. ځکه چې په دې وخت کې د اومېندوارۍ هورمونونه ډېر رشد کوي او لکه څنګه مو چې مخکې وويل دا هورمونونه کاربوهايډرېټ نه شي زغملای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي