د سرو مرچکو کارول د ډېرو ناروغیو مخنیوی کوي

12
د کتلو شمېره

د روغتیایي کارپوهانو لخوا د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې ثابته شوه، چې د سرو مرچکو کارول د ډېرو ناروغیو مخنیوی کوي.
د سرو مرچکو په تل په کورونو کې دا خبرې کېږي، چې ډېر مه استعمالوئ کنه نو سر به مو خارښت وکړي او پوستکی به حساسیت پیدا کړي، د سینې د سوخت او بدهضمۍ علت یې هم ګڼي، چې تر یوه حده پورې سمې دي او د سرو مرچکو ډېر استعمال د سینې سوخت رامنځته کوي، خو الله تعالی زموږ لپاره د طبیعت په هر یو شي ګټې اچولي، خو په دې شرط چې دوکاندار پکې له چل ول څخه کار وانخلي.
سره مرچک چې په جوړښت کې یې ویټامین سي، پیپکن، پایکسن، انټي اکساید، میګنیزیم، سودیم او د ربو فلامین سربېره مهم کیمیاوي مرکبونه او د فنګل انزایمونه لري، چې د مختلفو ناروغیو مخنیوی کوي او دفاعي سیستم مو پیاوړی کوي.
د زړه حمله چې یوه خطرناکه ناروغي او په نړۍ کې یې سطحه پورته شوې، سره مرچک یې په کنټرول کې ګټور تمامېږي، ددې لپاره په ورځني ډول لږه اندازه سره مرچک له بادرنګو سره یوځای استعمال کړئ، ځکه چې دا د روغتیا لپاره پایکس په موجودیت د طبیعي درملو حیثیت لري او د زړه او اعصابو لپاره بېخي ګټور وي.
دغه راز هغه کسان چې غواړي د انسولینو کچه برابره وساتي، هغوی باید د خوراکي توکو په استعمال کې له احتیاط څخه کار واخلي، دوی دې د شپې پرمهال یوه کاچوغه وچ سور چای په اوبو کې واچوی او سهار دې وڅښي، خو باید دا خبره په ذهن کې وساتي چې په یوه ساه دې یې نه څښي.
هغه کسان چې د بندونو له درد څخه کړېږي، یوه کاچوغه میده شوي سره مرچک، یوه کاچوغه کورکمن او یوه کاچوغه د شړشمو تېل دې ګرم کړي او د درد پرځای دې ووهي او په پټۍ دې وتړي.
بله خوا سره مرچک د هېرولو ناروغۍ، د لاسونو او پښو د نوکانو د میکروبونو لپاره هم ګټور ګڼل کېږي.
 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي