ویل کېږي چې توره ټوخلې یا تور ټوخی له یو کلنۍ څخه د کم عمره ماشومانو لپاره خطرناک وي، خو د ساینس په میدان کې بیا دغه ناروغي یو څه کمه شوې ده. ویل کېږي چې دغه ناروغي د یوې بکټریا (Bordetella pertussis ) په سبب منځته راځي، چې بیا له ناروغ شخص څخه نورو ته هم سرایت کولی شي. نو راځئ چې هغه حالات وپېژنو چې په سبب یې د تورې ټوخلې ناروغي نورو ته انتقال مومي.
- کله چې ناروغ شخص ټوخېږي، نو د ټوخي پرمهال یې بکټریا نورو ته انتقال کوي.
-
هغه کسان چې د ذکر شوې ناروغۍ پر وړاندې یې واکسین کړي، نو د تورې ټوخلې څخه خوندي پاتې کېږي.
-
دغه ناروغي د ناروغ کس له پرنجي څخه اته ساعته وروسته نور کسان اغېزمنوي.
catarrhal stage:
دا مرحله تقریباً له یوې اوونۍ څخه تر دوو اوونیو پورې دوام پیدا کوي، په دې مرحله کې ځینې نښې نښانې عبارت دي له د پوزې بهېدل، د پوزې بندېدل، پرنجېدل، لږ لږ ټوخېدل او کمه تبه
paroxysmal stage:
دا مرحله یې بیا مختلفه وي، چې له یوې څخه تر شپږو یاهم تر لسو اوونیو پورې دوام پیدا کوي او په دې مرحله کې ناروغ شخص ډېر سخت ټوخېږي، چې د شپې پرمهال بېخي ډېره وي. دغه راز په دې مرحله کې د ناروغ شخص رنګ ژېړ یاهم نیلي اوړي او زړه بدوالي ستونزه هم ورسره وي.
convalescent stage:
دا مرحله یې بیا تر میاشتو هم دوام موندلی شي، خو ناروغي له شدت څخه لوېږي.
احتیاطي تدابیر:
-
ناروغ کس له نورو لېرې وساتئ او د ور نږدې کېدو پرمهال ماسک واچوئ.
-
ددې ناروغۍ پرمهال د ناروغ کس د بدن اوبه کمېږي، چې بیا ناروغ شخص ته پکار دي چې له ډېرو اوبو، مېوو او شربت څخه کار واخلي.
-
ډوډۍ دې ډېر ځلې وخوري او کمه کمه دې وخوړل شي، ترڅو د زړه بدوالي ستونزې رامنځته نه شي.
-
که ناروغۍ ډېروالی وموند نو کوم نږدې روغتون ته مراجعه وکړئ.