مینېدل د روغتیا لپاره څۀ ګټې لري؟

728
د کتلو شمېره

ژباړه: حیات الله محبت ـ ازمون راډیو
جالبه ده، چې پوه شئ چې د یوې مینه ناکې دوه طرفه اړیکې شتون، د دواړو کسانو لپاره جسمي او رواني ګټې لري.
لۀ دې به نور څۀ غوره او ښۀ وي چې لاس مو د یو بل پۀ لاس کې وي او د راتلوونکي ژوند خاطرې پۀ ګډه تجربه کړئ؟
د لیکنې پۀ دوام به د ښۀ او بریالي واده ۹ بهترینې روغتیایي ګټې در وپېژنو او ستاسو پر روح او روان به د مینېدو د اغېزو پۀ اړه درته ووایو.
۱: د عمر اندازه زیاتوي
دا لۀ ډېر پخوا ثابته شوې چې ویل کېدل به، هغه خلک چې متاهل ( واده شوي) دي نسبت هغو ته چې مجرد (بې واده) دي، ډېر عمر لري چې پۀ وروستیو کې څېړنو بیا دا خبره برعکس کړه خو ډېرو مطالعاتو او څېړنو ثابته کړې چې د یوې سالمې او مینه ناکې اړیکې شتون د عمر د ډېرېدو سبب کېږي.
پۀ واقعت کې د ګډ ژوند یوه تر ټولو غوره ګټه دا ده چې تاسو خپل پاتې عمر دداسې یو کس پۀ څنګ کې تېر کړئ چې مینه ورسره لرئ.
۲: د انسان د خوشالېدو لامل کېږي
مختلفو څېړنو ویلي چې د یوې مینه ناکې ملاتړ کوونکې اړیکې شتون د دواړو افرادو د بې حده ډېرې خوشالۍ او خوښۍ لامل کېږي.پۀ مینه کې پاتې کېدل د أکسیتوسین (د انسان پۀ بدن کې د خوښۍ یو هورمون) باندې اغېزه کوي، مینې ته قوت ورکوي او د راحتۍ احساس پیدا کوي.
دقیقاً، پۀ همدې دلیل لۀ خپل میئن سره پۀ خوا کې اوسېدل خوندور وي او دهغه شتون ستاسې حالت ښۀ کولی شي.
۳: ذهني فشار (ستریس) کموي
ډېری دا انتقاد کوي او پۀ دې نظر دي چې (واده کول زر مصیبتونه دي) اما څېړنو ښودلې چې واده کړي خلک د هغو خلکو پۀ پرتله چې مجرد دي، کم ذهني فشار لري.
د شیکاګو پوهنتون د څېړنو مرکز د یوې څېړنې پایله دا شوه چې کورتیزول (د فشار هورمون) د هغو خلکو پۀ وینه کې چې واده یې کړی او یا پۀ یوه ژمنه او مینه ناکه اړیکه کې ژوند کوي، کم دی.
د څېړوونکو پۀ وینا چې دا څېړنه ښایي، مجردان تر نورو ډېر د ذهني فشار د زیانونو منوونکي دي.
لۀ دې سره یو ځای داسې نور ډېر شواهد شته چې واده کول او پۀ عمومي ډول تولنیز ملاتړ د ذهني فشار پۀ خلاف ښۀ مرسته کوي.
۴: رواني روغتیا ته وده ورکوي
څېړنو ښودلې چې واده کول د روانې روغتیا پۀ رغونه او جوړښت کې ګټور او پۀ ذهني فشار د اخته کېدو وېره کموي.
پوهېږو چې د کورنۍ او ګډ ژوند جوړول د خلکو تر منځ د اړیکو او تولنیز ملاتړ لامل کېږي.
البته باید ووایو چې د خاوند او ښځې تر منځ د جنسي اړیکې د ټینګولو پۀ جریان کې هم ددې وېره شته چې ښځه له رواني ناروغیو سره مخ شي خو ډېره کمه، پۀ دې وخت کې د ژوند د ملګري مینه ناک او عاطفي ملاتړ کولی شي دا ستونزه حل او لۀ منځه وېسي.
۵: د زړه د حملې مخنیوی کوي
"زړه " پۀ ادبیاتو کې د مینې او محبت استعاره ده، پۀ اتفاقي ډول سالمه جینسي اړیکه کولی شي ستاسو د زړه پر رښتیني فعالیت مثبته اغېزه ولري.
د اروپا د زړه د مطالعاتو ټولنې څېړنو ښودلې چې واده د هر عمر پۀ جوړه کې د زړه د ناروغۍ خطر کموي. خو څۀ ډول؟ واده کړي خلک تل خپلې عمومي روغتیا ته لاس رسی پیدا کوي او داسې څوک پۀ خوا کې لري چې دوی ته انګیزه ورکړي او ویې هڅوي چې د کلنیو معایناتو لپاره ډاکټر ته لاړ شي او ملاقات ورسره وکړي.
۶: درد کموي
د یوې څېړنې د پایلو لۀ مخې هغه خلک چې پۀ مینه کې ژور تللي، کله چې د خپل میئن عکس ګوري نسبت هغه کس ته چې میئن نۀ دی کولی شي کم درد احساس کړي.
پۀ څېړنه کې څېړونکو موندلې چې د دوپامین پۀ نوم یو سیستم د مینې او مینېدو سره یو ځای پیدا کېږي او پۀ بدن کې طبیعي تسکین رامنځته کوي چې دا د درد تېزوالی کموي.
۷: پۀ ډېر پۀ زړه پورې ډول به زاړه شئ
پۀ یوه څېړنه کې پۀ ډاګه شوې، هغه خلک چې د ګډ ژوند بریالۍ او مینه ناکه اړیکه لري، حتآ پۀ ډېر بوډاتوب کې هم د ښې روغتیا څخه برخمن دي د هغو پۀ پرتله چې مجردان او یا هم پۀ ګډ ژوند کې ستونزې او نارضایتۍ لري.
۸: ډېر ښۀ خوب بۀ ولرئ
کۀ چېرې د خوب کولو پر مهال ستاسو مېرمن لۀ تاسو کمپله کش کړي او تاسو همداسې پاتې شئ، بیا هم د ژوند د ملګرې سره یو ځای ویده کېدل بې ګټې نۀ دي.
د پیتسبیرګ پوهنتون څېړوونکو پۀ یوه څېړنه کې ثابته کړې چې د هغو کسانو پۀ وینه کې د کورتیزول کچه کمه وي، کوم چې د ښځو پۀ څنګ کې ویده کېږي او دا د ښۀ خوب کولو باعث ګرځي.
نورو څېړنو هم ښودلې چې هغه ښځې چې لۀ خاوند سره اوږدې اړیکې لري، هم یې ډېر ژر خوب تښتي او هم ډېر ژر پۀ ژور خوب ویده کېږي.
۹:د ګړندۍ شفا لامل کېږي
د یوې څېړنې پایلو موندلې چې د پوستکي د ډېر معمولي ټپ پۀ زر رغېدو کې هم ګډ او خوشاله ژوند اغېز لرلی شي، د هغو پۀ پرتله چې مجرد دي.
نو لۀ دې ۹ ټکو پوهېږو چې مینېدل او ګډ ژوند د سالمې روغتیا لپاره ګټور او اغیزمن دی او د ژوند د یوې اړتیا پۀ توکه باید ورته وګورو.
حیات الله محبت ـ ازمون راډیو 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي