د سولې غږ ته یو ځل بیا خوشبیني!

581
د کتلو شمېره

لیکنه: شفیق خاکسار
 
موده وړاندې په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تعهد امضاء شو؛ یاد تړون چې پر څلورو برخو مشتمل ؤ؛ لومړی یې د افغان خاورې څخه د تروریستي ډلو حملو مخه نیول، دوهم د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش، دریم بین الافغاني خبرو ته فُرصت او څلورم روانه ډز بندي په دایمي اوربند بدلول و.
 
لومړیو دوو برخو کې تر ډیره پرمختګ وشو تردې چې څه عسکر د افغانستان څخه ووتل او د نورو لپاره یې مهالوېش اعلان کړ.
د دریمې برخې چې پر بین الافغاني خبرو ورګډ ؤ له هغې مخکې د دواړو ترمنځ د باور فضا رامنځته کیدو لپاره د متن سره متناسب باید دواړو لوریو حکومت ۵۰۰۰ زره او طالبانو د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي وه، خو تراوسه طالبانو د حکومت ۲۰۰ او حکومت د طالبانو څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کړیدي؛ خو دا لړی هغه وخت ودریده چې په افغانستان ننګرهار ولایت کې پر جنازې او کابل کې د ماشومانو پر یو کلینیک برید وشو چې پکې زیات شمیر عام وګړي شهیدان او ژوبل شول.
 
د جنګ تشدد لامله د بندیانو خلاصیدلو پروسه ودرول شوه، حال دا چې افغان ولسمشر آمر وکړ چې جنګي ځواکونه دې خپل دفاعي حالت پرېږدي او پر ځای د یې تعروزي حالت غوره کړي.
دې آمر ته په غبرګون کې طالبانو وویل؛ چې افغان ولسمشر د سولې روان بهیر او د خپل اقتدار د تمدیدو په خاطر روان جنګ تود ساتي؛ څو په واک کې پاتې شي.
خو پدې وروستیو کې د افغان ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوي جوړ جاړي وروسته زلمی خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان ته راغلی او د افغان ولسمشر غني سره یې کتلي؛ د نوموړي په وینا چې دا ځل خوښ دی چې افغان جهتونه په یو خوله دي، او د سولې بین الافغاني خبرو ته به یو ټول شموله پلاوی وټاکي.
د راپورونو له مخې چې د طالبانو مشر مولا اخوندزاده هم د اختریز پیغام په خپرولو کې له امریکا غوښتي چې یاد تړون ته باید زیان ونه رسیږي او دواړه لوري باید عمل وکړي څو دسولې دې طلایي چانس ته ورسیږو.
دا خبرې داسې مهال ګرمې شویدي چې لدې وړاندې زلمي خلیلزاد دوحه قطر، پاکستان او هند ته هم په همدې باب سفرونه کړي او د یادو سفرونو وروسته یې خوشبیني څرګنده کړي چې ژر به بین الافغاني خبرو ته ستانه شو.
 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

علمي او مالوماتي